وبنټو مسلم اېډېشن

د وبنټومي ژباړه وبنټو مسلم اېډېشن ده. وبنټو مسلم اېډېشن يو وړيا، اوپن ساورس چليز سېسټم دی چې د نامتو لېنکس وبنټو څخه جوړ شوی دی.

لېنکس څه شی دی؟

لېنکس يو وړيا، کارنده او خوندي چليز سېسټم دی. لېنکس د ټولو لپاره پرانيستی او د مرسته کوونکو لخوا پراخي موندونکی دی، نه د ماېکروسافټ وېنډوز او نورو سېسټمونو غوندې.

وبنټو څه شی دی؟

وبنټو د لېنکس يوه نامتو خپرونه ده، چې د جوړېدو موخه يې د ماېکروسافټ وېنډوز د نړۍ د ټولو نه ډېر کارېدونکي چليز سېسټم د ځای نه غورځول دي.

دا خپرونه په بشپړه توګه د اوپن ساورس رغتوکو څخه، کوم چې په لويه کچه د اسانې کارونې او د ماېکروسافټ وېنډوز د کاروونکو د اسانتيا لپاره بدل شوي، جوړه شوې. وبنټو د زولو څخه اخستل شوې وېې ده چې ژباړه يې انسانيت دی، چې په سويلي افريکايي هڅوب کښې يې ژباړه «انسانيت د نورو لپاره» ده. دا پاڼه وګورﺉ

وبنټو مسلم اېډېشن څه شی دی؟

وبنټو مسلم اېډېشن د بنډلونو يوه ټولګه ده چې د وبنټو خپرونه د اسلامي پوستکالو (د لمونځ وختونه، د قران د لوستلو پوستکالی، د ګورت منځپانګو چاڼونکی، او نورو) په لګولو او د هغې د سکښت په بدلولو سره دوديزوي.

ولې "مسلم اېډېشن"؟

وبنټو يوه غوره او د نابلدو لپاره اسانه خپرونه ده، چې د مخکښې نه د ډېر کارېدونکي افېس، انټرنېټ، انځوريز او وېډيو کاريالونو سره راځي خو زمونږ په اند دا به ډېره غوره وي چې د مخکښې نه پکښې د مسلمانانو لپاره اسلامي پوستکالي هم لګول شوي وي

وبنټومي څنګه لګولی شم؟

دا لارښوونې وکاروﺉ

ps/start.txt · Last modified: 2007/10/18 09:31 by zabeehkhan
Recent changes RSS feed Creative Commons License Powered by PHP Valid XHTML 1.0 Valid CSS Driven by DokuWiki
Web hosting


MuslimWebmasters.com -Banner Exchange-