====== د وبنټو اسلامي خپراوی ====== وبنټومي (UbuntuME) د **وبنټو مسلم اېډېشن** (د وبنټو اسلامي خپراوی) لنډه بڼه ده. د وبنټو اسلامي خپراوی يو وړيا او سرچينه پرانيستی چليز غونډال دی. ===== لېنېکس څه شی دی؟ ===== [[http://en.wikipedia.org/wiki/Linux|لېنېکس]] يو وړيا، اغېزناکه او خوندي چليز غونډال دی. لېنېکس د هر چا لپاره پرانيستی او د ونډوالو لخو پرمختګ مومي، نه د ماېکروسافټ وېنډوز او نورو غونډالونو غوندې. ===== وبنټو څه شی دی؟ ===== [[http://www.ubuntu.com|وبنټو]] د لېنېکس يوه نوموتې خپرونه ده چې د جوړېدو موخه يې د ماېکروسافټ وېنډوز د نړۍ د ټولو نه ډېر کارېدونکي چليز غونډال په توګه د ځای نه غورځول دي. دا خپرونه په بشپړه توګه د سرچينه پرانيستو توکو څخه، چې په لويه کچه د اسانې کارونې او د ماېکروسافټ وېنډوز د کاروونکو د اسانتيا لپاره بدل شوي، جوړه شوې. وبنټو د زولو ژبې څخه اخيستل شوې وېې ده چې ژباړه يې انسانيت دی، چې په سويلي افريکايي هڅوب کې يې ژباړه "انسانيت د نورو لپاره" ده. د نورو خبرتياوو لپاره دا [[http://www.ubuntu.com/desktop|پاڼه]] وګورﺉ. ===== د وبنټو اسلامي خپراوی څه شی دی؟ ===== **د وبنټو اسلامي خپراوی** د بنډلونو يوه ټولګه ده چې د وبنټو خپرونه د اسلامي ساوترو (د لمونځ وختونه، د قران د لوستلو ساوتری، د ګورت منځپانګو چاڼوونکی، او نورو) په لګولو او د هغې د سکښت په بدلولو سره دوديزوي. ===== ولې "اسلامي خپراوی"؟ ===== وبنټو يوه غوره او د نابلدو لپاره اسانه خپرونه ده، چې د مخکې نه د ډېر کارېدونکي افېس، اېنټرنېټ، انځوريز او وېډيو کاريالونو سره راځي، خو زمونږ په اند دا به ډېره غوره وي چې د مخکې نه پکې د مسلمانانو لپاره اسلامي ساوتري هم لګول شوي وي. ===== وبنټومي څنګه لګولی شم؟ ===== دا [[installation|لارښوونې]] وکاروﺉ